وزيراعظم شهباز شريف د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه رابللې ده

باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه رابللې ده۔
دسرچينو له مخې دقومي سلامتۍ کميټۍ غونډه به سبا په وزيراعظم هاوس کې کيږي چې پکې به دپوځ سرلښکر پشمول پوځي قيادت برخه اخلي اؤ ددغه څخه علاوه به وفاقي وزيران هم په غونډه کې برخه اخلي.
سرچينې وايي د قامي سلامتيا کمېټۍ غونډه کې به د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ د پرېکړې وروستو په ملک کې د رامنځته شوؤ سياسي حالاتو او اقتصادي حالاتو په اړه بريفنګ ورکول کيږي .
سرچینه زیاتوي، چې د ملي امنیت د کمېټې په غونډه کې به د روانو حالاتو په اړه پرېکړه وشي.






