سټيټ بينک د وفاقي حکومت د قرضونو په اړه معلومات جاري کړي دي

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: سټيټ بينک د وفاقي حکومت د قرضونو په اړه معلومات جاري کړي دي.
د مرکزي بانک له مخې د ۲۰۲۳م کال تر فرورۍ پورې د وفاقي حکومت قرضه ۵۴ زره ۳۵۳ اربه روپۍ وه او د تېر کال د فبرورۍ نه د روان کال تر فرورۍ پورې حکومت ۱۱ زره ۵۹۲ اربه روپۍ قرضې اخستي دي.
د سټيټ بينک ترمخه د کال ۲۰۲۲م فرورۍ پورې د وفاقي حکومت قرض ۴۲۷۶۱ اربه روپۍ ؤ او د ۲۰۲۳م کال تر فرورۍ پورې د حکومت کورنی قرضه ۳۴ زره ۷۱ اربه روپۍ وه، په داسې حال کې چې د حکومت بهرنۍ قرضه د ۲۰۲۳م کال تر فرورۍ پورې ۲۰۲۸۱ اربه روپۍ وه.






