اسلام آباد هائي کورټ عمران خان ته د تحفظ ورکولو په مقدمه کښې پخواني وزیراعظمانو ته ورکړل شوي سکيورټي رولز طلب کړی دی

0
96

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ عمران خان ته د تحفظ ورکولو په مقدمه کښې پخواني وزیراعظمانو ته ورکړل شوي سکيورټي رولز طلب کړی دی.

اسلام آباد هائي کورټ عمران خان ته د تحفظ ورکولو په مقدمه کښې پخواني وزیراعظمانو ته ورکړل شوي سکيورټي رولز طلب کړی دی.

د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق د رانا ثناءالله د گواښونکي بيان وروستو د عمران خان د حفاظت دپاره د درخواست اورېدنه وکړه، په دغه لړ کې د حکومت لخوا د عمران خان وکيل بيرسټر سلمان صفدر او ايډيشنل اټارني جنرل عدالت ته حاضر شول. د کورنیو چارو وزارت هم محکمې ته حاضر شو.

د اوريدنې په مهال چيف جسټس پوښتنه وکړه چې عدالت ته دې ووايې چې د پخواني وزيراعظم لپاره څه او څومره سکيورټي شته؟ رولونه وسپارئ بیا امر صادر کړئ.

عدالت پوښتنه وکړه چې درخواست کونکى پخوانى وزيراعظم دى، دامنيت قانون څه دى؟ په دې اړه ايډيشنل اټارني جنرل وويل چې دوزيراعظم دامنيت په اړه ددفاع 17 برخه ده، عدالت پوښتنه وکړه چې ايا تر دې مهاله عمران خان ته امنيت ورکړل شوى دى؟ ايډيشنل اټارني جنرل وويل هو عمران خان ته بلټ پروف گاډي ورکړل شوي دي، د اتلسم ترميم څخه وروستو امنيت د صوبې مسله ده.

دکورنيو چارو دوزارت استازي عدالت ته وويل چې امنيت ورکول کيږي خو بايد نوټيفيکيشن جاري کړل شوى واى خو تر دې مهاله نۀ دى شوى اؤ تر هغې چې عمران خان په اسلام اباد کې ؤ هغه ته فول پروف سيکورټي ورکړل شوې وه.

چيف جسټس عامر فاروق ويلي پخواني وزيراعظم ته دې د خپل حيثيت له مخې امنيت ورکړل شي، هغه ته دې د قانون مطابق امنيت ورکړل شي، لاهور دې پرېږدي، اسلام اباد ته دې ووايي، دا کومه لويه ستونزه نه ده، هر څه چې قانون وي هغه دې وي. محکمې ته وړاندې کړل.

وروستو عدالت پخوانيو وزيراعظمانو ته ورکړل شوي امنيتي رولونه وغوښتل.

Leave a reply