د اپرېل په مياشت کښې آزاد کشمير کښې سخته واوره او په وادئ نيلم کښې شپږ انچه واوره شوې او په غرونو کښې د يو فوټو پورې واوره شوې چې له وجې يو ځل بيا هوا سړه شوې ده۔

0
95

باغی ټی وی رپورټ
د اپرېل په مياشت کښې آزاد کشمير کښې سخته واوره او په وادئ نيلم کښې شپږ انچه واوره شوې او په غرونو کښې د يو فوټو پورې واوره شوې چې له وجې يو ځل بيا هوا سړه شوې ده۔

د دې نه علاوه د اوډنګ کیل، لوات بالا، ګریس او شونټار سیاحتي ځایونو کې هم واوره شوې او په مختلفو ځایونو کې سخت باران او ږلۍ شوې دي.

بل خوا د بلوچستان، پنجاب او خېبرپښتونخوا په يو شمېر ځايونو کې باران او ږلۍ شوې ده.

په هرنايي کې د باران له امله د کور د چت غورځېدو له امله يوه مېرمن مړه شوې او په ډاکه کې د برېښنا د پرې کېدو له امله ١٥ څاروي مړه شوي دي.

د موسمياتو محکمي نن د خيبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير کښي د نور باران امکان څرګند کړے دے۔

د دې تر څنګ په کراچۍ کې د نن ورځې څخه د تودوخې د لوړیدو امکان دی.

Leave a reply