د پيپلز پارټۍ شريک چيئرمېن اصف علي زرداري وئيلي دي چې تاريخ د ذوالفقار بهټو شهيد اعدام عدالتي قتل بللې دې

0
165

باغی ټی وی رپورټ
د پيپلز پارټۍ شريک چيئرمېن اصف علي زرداري وئيلي دي چې تاريخ د ذوالفقار بهټو شهيد اعدام عدالتي قتل بللې دې۔

په يو بيان کې اصف علي زرداري وويل صدارتي ريفرنس د لسو کالو راهسې په سپريم کورټ کې اوريدنې ته منتظر دى خو د لسو کالو په تيريدو سره هم سترې محکمې تر دې مهاله په دې اړه نظر نه دى ورکړى.

ده ووئيل پاكستان او د 1973ء آئين د ذوالفقار علي بوټو امانت دي٬ هغه به د پاكستان او آئين د سلامتيا لپاره د كومې قربانۍ نه ډډه وكړي۔

اصف علي زرداري زیاته کړه چې د ذوالفقار بوټو اعدام د تاریخ له مخې عدالتي قتل بلل شوی دی.

Leave a reply