د وزیراعظم شهباز شریف خاص مرستیال فهد حسین استعفا ور کړې ده

باغي ټي وی رپورټ
د وزیراعظم شهباز شریف خاص مرستیال فهد حسین استعفا ور کړې ده.
دسرچينو ترمخه وزيراعظم د فهد حسين استعفي منلې ده، فهد حسين هم وزيراعظم سره ليدنه کړې ده چې پکې وزيراعظم د نيکو هيلو څرگندونه کړې ده.
ياده دې وي چې فهد حسين د وزيراعظم د عامه پاليسۍ او ميډيا کميونيکيشن خاص مرستيال وو، هغه په کال 2022 کې دا چوکۍ په غاړه اخستې وه.






