په کوهاټ کې د ترهګرو لخوا د ډزو له امله د دوه پولیس افسرانو د شهادت په پیښه کې څرګنده شوې ده چې د ترهګرو لخوا د ډزو له امله ګولۍ د افسرانو د هیلمټ او جیکټونو څخه تیرې شوې

0
100

باغي ټي وی رپورټ
په کوهاټ کې د ترهګرو لخوا د ډزو له امله د دوه پولیس افسرانو د شهادت په پیښه کې څرګنده شوې ده چې د ترهګرو لخوا د ډزو له امله ګولۍ د افسرانو د هیلمټ او جیکټونو څخه تیرې شوې

دپوليسو وينا ده چې دشهيد کانسټيبل قاسم دبلټ پروف جيکټ څخه څلور مرمۍ راوتلي اؤ دهغه په ​​سينه لگيدلي دي، دپوليسو په رپورټ کې دا هم وئيل شوي دي چې جيکټ اؤ هيلمټ ته زيان رسيدلى دى.

د پوليس رپورټ ترمخه کانسټيبل قاسم او اياز هغه وخت په نښه شوي کله چي دوي په موټر سائيکل باندي ډيوټي ته روان وو او د ملزمانو لټون روان دي۔

ګولۍ بلټ پروف جیکټ ته څنګه ننوتلې، آئي جي د پلټنو امر کړی دی.

Leave a reply