باغي ټي وي رپورټ
په پاکستان او هند کې مېشت خلک د اقلیم د بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دي.
د برتانوي جریدې په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان او هند بې وزله خلک هر کال د ګرمۍ له څپې اغېزمن کېږي.
راپور وايي، د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په جنوبي اسیا کې د تودوخې د لوړېدو له امله تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې په دې برخه کې بېړني تدابیر هم نیول شوي دي.
د برتانوي ژورنال د راپور له مخې، د تودوخې څپې له امله، د سیلابونو زیاتوالی، په کرهنه کې کمښت، د ژوندی زیرمو کمښت، په داسې حال کې چې زیربناوې له منځه تللي او د کار وړتیا کمیږي.
په راپور کې ویل شوي، سخته ګرمه هوا په پاکستان او هند کې کرنې ته هم زیان رسوي او د بریښنا د مخ پر ودې تقاضا پوره کول ستونزمن کوي.
د برتانوي جریدې د راپور له مخې، د اقلیم د بدلون له امله تېر کال د دواړو هېوادونو د غنمو حاصلات ۱۵٪ کم شوي، پاکستان ښايي د اقلیم د بدلون له امله له ۶.۵ څخه تر ۹٪ پورې GDP له لاسه ورکړي.










Leave a Reply