د احمد شاه مسعود ځوي د بایډن نه مدد غوښتې

0
352

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پنجشیر علاقې د افغانستان د روس خلاف یو مشهور جهادي قوماندان احمد شاه مسعود ځوی د امریکې صدر جو بایډن نه مرسته غوښتې ترسو دوی وکولې شي چې د القاعده خلاف جنګ وکړي.

په ډیلی میل ویب پانړه شایع شوي یو رپورټ مطابق د افغانستان پنجشیر علاقه یو مشهور د افغان روس جنګ یو مشهور جهادي قوماندان احمد شاه مسعود ځوی احمد مسعود ددې تحریک مشري کوي چې غواړي د طالبانو خلاف مزاحمت شروع کړي.
دوی د امریکه صدر نه غوښتې چې دوی سره دې د اسلحه ورکولو مرسته وکړي چې دوی د دهشت ګرو خلاف جنګ وکړي.
د ډیلي میل مطابق احمد مسعود چې ۳۲ دوه دیرش کلن دې، د انګلستان پوهنتون نه ی زده کړې کړي دي ، د احمد مسعود پلار احمد شاه مسعود په ۱۹۸۰ لسیزه کښې په افغانستان کښې د روس خلاف جنګ وکړو او د ۹/۱۱ یوولسم سپتمبر د واقعې نه لږې ورځې مخکښې د القاعده له طرف نه اووژل شو.
د رپورټ مطابق وس د هغه ځوی د پایه تخت کابل نه د شمال په طرف تقریبا په ۱۰۰ میل فاصله باندې پروت د پنجشیر وادي نه یو ځل بیا د طالبانو خلاف مزاحمت او جنګ شروع کوي.
یاده دې چې د شمالی اتحاد او د افغانستان د سیاسی ګوندونو یو پلاوی په لنډو ورځو کښې د پاکستان دوره هم کړې چې د پاکستان وزیر خارجه او وزیراعظم عمران خان سره ی لیدنه کړي. په دې لیدنه کښې د پاکستان حکومت نه دوی ته دا باور ورکړې شوې دي چې پاکستان په افغانستان کښې امن غواړي او د افغان مسله هواری د خبراترو له لاري غواړي.

Leave a reply