د وزيراعظم نوازشريف خاص مرستيال عطاء تارړ وئيلي دي چې که صدر د سپريم کورټ د عمل او طرز عمل قانون لاسليک نکړي نو بل به بيا د پارليمنټ هاؤس نه منظور شي

0
185

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره خبرو کې عطا تارڑ وويل چې دا قانون به د اپرېل په ٢٠مه نافذ شي.

د پنجاب او خېبرپښتونخوا انتخاباتو کېس په اړه هغه وويل چې د پخواني بنچ فيصله د څلورو نه تر دريو رايو په اکثريت سره موثره ده، د دې فيصلې په موجوديت کې موجوده بينچ کار نۀ شي کولى، دغو دريو ججانو خپل ذهن جوړ کړى دى، اوس د پاتې شپږو قاضیانو څخه یوه لویه جرګه باید جوړه شي.

د وزيراعظم خاص مرستيال وويل دا د افسوس خبره ده چې داسې يو باډي سياسي ګوندونو ته د خبرو اترو بلنه ورکوي کوم چې تقسيم شوي دي، مونږ فکر وکړو چې د چيف جسټس فل کورټ غونډه به د خالي، اتوار يا دوشنبې په ورځ رابلل کيږي. خو چيف جسټس په دې خبره ټينگه ده چې درې واړه ججان به ناست وي او فيصله به کوي.

Leave a reply