د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت (اے ټي سي) د عمران خان لخوا په ۳ مختلفو مقدمو کې د حاضرۍ د استثنیٰ درخواست رد کړی او هغه ته يې د سهار په ۱۱ بجو د حاضرېدو امر کړی دی

0
113

باغي ټی وی رپورټ
د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت (اے ټي سي) د عمران خان لخوا په ۳ مختلفو مقدمو کې د حاضرۍ د استثنیٰ درخواست رد کړی او هغه ته يې د سهار په ۱۱ بجو د حاضرېدو امر کړی دی

د عمران خان وکيلانو د لاهور د ترهگرۍ ضد عدالت کې د اور وژنې، د پوليس تشدد او ذول شاه وژنې په مقدمه کې د حاضرېدو نه د استثني غوښتنه کړې ده.

په درخواست کې دريځ خپل کړى شوى چې عمران خان په لاهور کې دى، دامنيتي خطرونو له امله حاضر نۀ شي، عدالت دې د يوې ورځې حاضري استثنا لپاره درخواست منظور کړي.

عدالت د عمران خان د حاضری نه د استثنیٰ درخواست رد کړی او هغه ته ئي د ۱۱ بجو پوری حاضریدو امر کړی دی.

قاضي وويل، چې د نه حاضرېدو په صورت کې به د قانون له مخې پرېکړه کېږي، څوک چې محکمې ته حاضرېږي، هغه ته به رعایت ورکول کېږي.

عدالت د مقدمې اورېدنه تر ۱۱ بجو پورې وځنډوله.

بل لوري ته د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت هم د عمران خان په ضد د الېکشن کمېشن د پرېکړې خلاف احتجاج کولو د مقدمې اورېدنه پېل کړې ده.

د عمران خان خلاف د سنګجاني په تھانه کښې د ترهګرۍ قانون لاندې مقدمه درج کړې شوې ده.

د عمران خان وکيل نعيم پنجوته عدالت ته حاضر شو او د حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواست يې جمع کړو.

د ترهګرۍ ضد عدالت جج راجه جواد عباس ویلي د عمران خان د زیاتې حاضرۍ له وجې د استثنیٰ درخواستونه راځي. وکیل نعیم پنجوتا وویل چې د اپرېل په شپږمه په های کورټ کې د عمران خان د ضمانت د درخواست اورېدنه کېږي. قاضي وویل چې بیا به د اپریل په شپږمه د عمران خان د ضمانت درخواست په ATC کې هم اوریدل کیږي.

قاضي راجه جواد عباس ریمارکس ورکړ چې په خپل مسلک کې یې داسې عدالت نه دی چلولی لکه څنګه چې ستا په وجه چلیدلې وه، نن عدالت په حقیقت کې د عدالت په څیر ښکاري ځکه چې په محکمه کې هیڅ غیرمتعلق خلک نشته، د ۷۰۰ کیس زما په محکمه کې تورن اورېدل شوی دی، په راتلونکې کې به یوازې اړوند کسانو ته د حاضرېدو اجازه ورکړل شي.

د عمران خان خلاف د مقدمې اورېدنه د نيم ساعت لپاره وځنډول شوه.

Leave a reply