په تورخم پوله پاکستاني اولس له لوري افغان مسافرو لپاره د روژه ماتي لړۍ دوام لري

0
146

نصیب شاه شینواري
نن د ګل په ورځ په دولسمه روژه هم په پاک افغان پوله تورخم د پاکستان اولس له لوري د افغانستان مسافر لپاره د میلمستیا په توګه په دې مبارکه میاشت روژه کښې د روژه ماتي لړۍ دوام لري.
د روژه ماتي دا لړۍ د لنډي کوتل ځوانان تنظیم پیل کړې دې.
د نوجوانان قبایل تنظیم مشران اسرار شینواري،فرمان شینواري وایی چې دوی د تیر کال راهسې دا لړۍ پیل کړې ده او په تورخم پوله افغان مسافر لپاره د روژه ماتي انتظام کوي.

اسرار شینواري وایی جې په دې روژه ماتي تر یو لک روپیو پورې خرچه راځي او ځایی اولس ورسره مرستې کوي چې دې روژه ماتي ته دوام ورکړي.
که وکتل شی نو د ځوانانو دې ټولنې دا هڅه د پاکستان او افغانستان اولسونو او حکومتونو د نور نزدې کولو او د دواړو ګاونډي مسلمان هیواد اړیکو ته وده ورکولو لپاره ډیر ګټور دې.
که څه هم په پوله د اهلکارو له لوري افغان مسافرو څخه ناجایزې پیسې اخستل کیږي او زورول کیږي خو چې د نوجوانان قبایل تنظیم په شان تنظیمونه او ځوانان وي نو دې سره به د پاکستان او افغانستان اولس او حکومتونه نور هم یوبل ته نزدې شی او ددوی ترمینځ به تاو تریخوالۍ کم شی او ددوی اړیکې به ښې شي.

Leave a reply