کورنیو چارو وزارت: زابل ولایت کې د تیر کال په اوږدو کې ۱٣٠میله مختلف ډوله وسلې نیول شوي.

کورنیو چارو وزارت: زابل ولایت کې د تیر کال په اوږدو کې ۱٣٠میله مختلف ډوله وسلې نیول شوي.
3 اپریل دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زابل امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري د تیر کال په اوږدو کې د زابل په بیلابیلو سیمو کې ۱٣٠ میله سپکې او درنې وسلې او پر تړاو یې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.
د زابل امینه قومانداني د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوی محمد یونس د خپلو خبرو په لړکې وویل، دا وسلې یې د جنايي پیښو، قاچاق او نورو قضیو پرمهال ترلاسه کړې چې شمېر يې ۱٣٠ میله ته رسیږي.
اړوند موضوعات
مولوي محمد یونس اخندزاده وویل په دې وسلو کې ۹۹ میله تفنګچې، ۱۸ میله ټي ټي کوف، ١١ میله کلا شینکوف او يو میل دهشکه او زرګونه پیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او ګرنیټونه نیول شوې، د ده په وینا له دې وروسته به هم چاته د وسلو قاچاق، پیر او پلور او په غیري قانوني ډول د ګرځولو اجازه ورنکړي.





