د پاکستان تحريک انصاف مشر شهباز ګل د لاهور هائي کورټ نه د اجازت نه پس بهر ته د تګ لپاره د کورنو چارو وزارت سره رابطه کړې ده
باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر شهباز ګل د لاهور هائي کورټ نه د اجازت نه پس بهر ته د تګ لپاره د کورنو چارو وزارت سره رابطه کړې ده.
شهباز ګل يو ځل د کورنو چارو وزارت ته د ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي ايل) نه د خپل نوم د ويستلو لپاره د عدالت پرېکړه جمع کړې وه، د پرېکړې يوه کاپي ډي جي ايف آئي اے ته هم لېږل شوې وه.
ياده دي وي چي د لاهور هائي کورټ دري کسيزه بنچ شهباز ګل ته د څلور هفتو لپاره امريکا ته د تلو اجازت ورکړے دے، عدالت شهباز ګل ته يو ځل بهر ته د تګ اجازت ورکړے دے۔