د نواز شريف په مشرۍ کې به مسلم ليګ (ن) هېواد له ستونزو څخه وباسي،وزیراعظم شهباز شریف

0
493

باغي ټی وی رپورټ

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د آئي ايم ايف ټول شرطونه منلي دي۔

د مسلم ليګ (ن) پارليماني پارټۍ غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل عمران خان پاکستان په ستونزو کې اچولى، د ملک وقار يې په خطر کې اچولى او هيواد يې په اقتصادي دلدل کې اچولى، د چين د پروژو په ضد يې سخت تورونه لګولي دي. پلویانو یې ویل چې د چین په پروژو کې ۴۵ سلنه فساد شوی، چین ۳۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې او په اړه یې ناسم تورونه لګول شوي.

شهبازشريف وويل عمران خان په سختو شرطونو د آئي ايم ايف پروگرام لاسليک کړى ؤ، عمران خان پخپله د ائي ايم ايف پروگرام په خلاف ورزي کولو سره وځنډولو، د آئي ايم ايف پروگرام په ضد سازش شوى، د عمران خان وزيران د بدنامۍ په تور نيول شوي دي.

ده ووئيل مسلم لیگ (ن) د رياست بچ كولو لپاره سياست قربان كړے دے، پاكستان بچ شي نو هر څه سم دي، د آئي اېم اېف ټول شرطونه په خپله منلې دي، آئي اېم اېف د حكومت لاسونه او پښې تړلې دي، خو باور لرم چې وخت به راشي. او شیان به بدل شي.

وزيراعظم وويل داسرائيل سره دتجارت شروع کولو دروغ وئيل کيږي کوم چې دغندنې وړ دى، ديو انفرادي شخص دپاکستان دحکومت له پاليسۍ سره څه تعلق دى؟ پاکستان به تر هغه وخته په خپل اصولي دریځ ولاړ وي چې فلسطینیان خپل حقونه ترلاسه کړي.

د مسلم ليګ (ن) صدر وويل چې د نواز شريف په مشرۍ کې له ٢٠١٤ تر ٢٠١٨ پورې ملک د پرمختګ په لاره روان و، وخت به بدليږي او د نواز شريف په مشرۍ کې به مسلم ليګ (ن) هېواد له ستونزو څخه وباسي. .

Leave a reply