د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار به روانه مياشت واشنګټن ته ځي چرته به چې نړيوالو امدادي ادارو ته د حکومتي اصلاحاتو په اړه معلومات ورکوي

0
93

باغي ټي وی رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار به روانه مياشت واشنګټن ته ځي چرته به چې نړيوالو امدادي ادارو ته د حکومتي اصلاحاتو په اړه معلومات ورکوي

د زرائعو ترمخه د خزانې وزير اسحاق ډار به د اپرېل له 10مې نيټې نه تر 16مې نيټې پورې د امريكې دوره كوي۔د خزانې وزير به د نړيوال پولي فنډ (آئي ايم ايف) او ورلډ بينك په پسرلني غونډه كښې ګډون كوي۔

سرچینه زیاتوي، چې واشنګټن ته د سفر پر مهال به د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره جلا ناستې وي، د مالیې وزیر به نړیوالو مرستندویه ادارو ته د حکومت د اصلاحاتو په اړه او نړیوالو مرستندویه ادارو ته به د اقتصادي ډسپلین په اړه معلومات ورکړي.

دسرچينو ترمخه په دغه غونډه کې به دنړيوالو امدادي تنظيمونو څخه هم ددواړو هيوادونو دفنډونو دپرمختگ څخه خبر ورکول کيږي.

Leave a reply