لاهور هائي کورټ د مريم نواز خلاف د توهين عدالت درخواست اوريدو په اړه دلائل طلب کړي دي
باغي ټي وی رپورټ
لاهور هائي کورټ د مريم نواز خلاف د توهين عدالت درخواست اوريدو په اړه دلائل طلب کړي دي
د لاهور هائي کورټ جسټس باقر ناجي د مريم نواز خلاف د عدالت د توهين په ضد د اپيل اورېدنه کړې چې پکې درخواست کوونکي دريځ خپل کړی چې مريم نواز په سرګودها جلسه کې د عدليې سپکاوی کړی دی.
د اورېدنې په مهال جسټس باقر نجفي وويل چې دا درخواست څنګه اورېدلى شي، د درخواست ردېدو په صورت کې اپيل نه کېږي، دا د قانون له مخې بايد وشي.
ورسته عدالت د درخواست د اوريدو په اړه دلائل وغوښتل او وکيل ته يې د تيارۍ لپاره وخت ورکړو او اوريدنه يې تر 5م اپريل پورې وځنډوله.