د پي ټي ائي مشرانو حماد اظهر او علي محمد خان ته سپریم کورټ ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د پي ټي ائي مشرانو حماد اظهر او علي محمد خان ته سپریم کورټ ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
سپريم کورټ کښې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو د ځنډولو د مقدمې اورېدنې په لړ کښې پوليسو د سيکيورټي سخت انتظامات کړي دي او خاص خلقو ته عدالت ته د تلو اجازه ورکړې شوې ده۔
کله چې د پي ټي ائي مشران حماد اظهر، علي محمد خان او فواد چوهدري عدالت ته لاړل نو انتظاميې حماد اظهر او علي محمد خان ته عدالت ته د تلو مخه ونيوله په کومه چې فواد چوهدري د پوليس نه غوښتنه وکړه چې حماد هم بيرسټر دې راشي. .
خو پولیسو حماد اظهر او علي محمد خان ته د ننوتو اجازه ورنکړه، چې له امله یې فواد چوهدري دواړه ملګري پرېښودل او محکمې ته ولاړ.





