د مسلم ليګ نون سينئر نائب صدر مريم نواز د دريو کالو نه پس د چين او پاکستان ترمينځه تجارت بحالولو لپاره د چين او پاکستان مشرتابه ته مبارکي ورکړه

0
117

باغي ټی وی رپورټ
د مسلم ليګ نون سينئر نائب صدر مريم نواز د دريو کالو نه پس د چين او پاکستان ترمينځه تجارت بحالولو لپاره د چين او پاکستان مشرتابه ته مبارکي ورکړه

خپل يو بيان کښې مريم نواز وئيلي دي چې د سي پېک او چين په مرسته شوي منصوبو کښې د بهرنۍ سرمايه کارۍ ايجنټ د کرپشن بې بنياده تورونه لګولي دي۔

د دواړو هېوادونو خلکو ته د مبارکۍ په پېغام کې مريم نواز ويلي، چې د چين او پاکستان اړيکې د ملي امنيت سره کرښه ده، که د سي پېک او د پاکستان او چين سوداګري د پاکستان مسلم ليګ (ن) د دورې په شان روانه وای د پي ټي ائي راپور له مخې، نن ورځ زيان نه دی رسېدلی، دا د پاک چين تجارتي فعاليتونو او د سي پېک په سرعت اغېزمن شوی دی.

ده ووئيل د خنجراب پاس په 2020ء كښې د بندېدو نه پس په 2023ء كښې بيا پرانستل ښه خبر دے٬ دا انتظام د 2016م نومبر نه د سي پېك تر چوكاټ لاندې ښه روان وو كوم چې د 2019م كال په نومبر كښې بند كړې شو۔

مريم وويل چې د خنجراب لارې بيا پرانستل به د دواړو غاړو د خلکو د ستونزو په ختمولو کې مرسته وکړي، وزيراعظم شهباز شريف او صدر شي جين پينګ د پاکستان او چين د اوسپنې ورورولۍ پياوړي کوي.

د يادونې وړ ده، چې د چين او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او تګ راتګ اسانتياوې له درې کلن بند وروسته له نن څخه بېرته پرانيستل کېږي.

دواړو هېوادونو د CPEC لاندې فعالیتونو او دوه اړخیز تجارت بیا پیلولو لپاره د خنجراب پاس کوریډور پرانستلو لپاره ترتیبات بشپړ کړل.

Leave a reply