د لاهور، قصور، ملتان او شمال ختيځ بلوچستان پشمول د پنجاب په بيلا بيلو سيمو کې د باران لړۍ روانه ده

باغی ټی وی رپورټ
د لاهور، قصور، ملتان او شمال ختيځ بلوچستان پشمول د پنجاب په بيلا بيلو سيمو کې د باران لړۍ روانه ده.
د موسمياتو محکمي نن او سبا د ملک مختلفو برخو کښي د تيزو هواګانو او تندرونو سره د نور باران امکان څرګند کړے دے۔
د موسمياتو محکمي ترمخه نن او سبا په اسلام آباد، پنجاب، شمال مشرقي بلوچستان، خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير کښې د لويديځو هواګانو له وجې د باران امکان دے
د موسمیاتو محکمی وینا ده چی د سندھ په اکثره ضلعو کښي به موسم خشك وی۔
بل خوا د بلوچستان په شمال ختیځ کې د باران له امله د سلیمان په غره کې د ځمکې ښویدنې پېښې شوې دي.
د بلوچستان پي ډي ايم اے ترمخه اين 50 قومي شاهراه دهنسر د وړو او لويو ګاډو لپاره پرانستل شوې ده، د باران له وجې د غنمو فصل هم زيانمن شوي دي۔





