د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو په اړه د مقدمې اورېدنه به نن غرمه 11:30 بجې کېږي

0
94

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو په اړه د مقدمې اورېدنه به نن غرمه 11:30 بجې کېږي.

د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ کښې درې کسيزه بينچ به د اوريدنې سماعت کوي، عدالت د دفاع سيکرټري او د خزانې سيکرټري نن طلب کړي دي۔

نن په سپريم کورټ کې د اورېدنې په موقع امنيتي تدابير زيات شوي او د اسلام اباد پوليس وايي چې نن به يواځې هغه کسان سپريم کورټ ته ورتلای شي چې دوسيې يې اورېدنه روانه وي.

امر د مارچ په 31 نیټه

بل خوا د مارچ د ۳۱مې اورېدنې په حکم کې د جسټس جمال مندوخېل د بنچ نه د جلا کېدو او د حکومت لخوا د فل کورټ جوړولو د غوښتنې ذکر نه دی شوی.

سپريم کورټ خپل حکم کښې د الېکشن کمېشن لخوا د وکيل په توګه عرفان قادر، د مسلم ليګ نون وکيل اکرم شيخ او د پيپلز پارټۍ وکيل فاروق ايچ نائيک نوم شامل نه کړے دے۔

حکومتي ایتلاف د محکمې بایکاټ وکړ

بل خوا حکومتي ايتلاف پرېکړه کړې، چې د بشپړې محکمې د جوړېدو په صورت کې به د سترې محکمې له کار نه بايکاټ وکړي.

حکومتي ايتلاف پر درې کسيزه بنچ د بې باورۍ څرګندونه کړې او نن به لويه څارنوالي محکمې ته حاضرېږي او د حکومت د بايکاټ د پرېکړې په اړه به محکمې ته معلومات ورکړي.

Leave a reply