د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې ځينې خلك انتظار كوي چې عمران كله ناكام شي او هغه به د ګوند مشري په غاړه واخلي

0
172

باغي ټی وی رپورټ
د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې ځينې خلك انتظار كوي چې عمران كله ناكام شي او هغه به د ګوند مشري په غاړه واخلي

رانا ثناء الله د شاه محمود قرېشي او چوهدري پروېز الهي د څرګندونو په غبرګون کې ويلي دي چې دباو پير، ډبو، د عمران بانډ او دانشور انتظار کوي چې عمران نااهل شي او د ګوند مشري په غاړه واخلي.

هغه وويل د زمان پارک رنگ باز، د ملتان دبابا پير، د سپريم کورټ د اکثريت ججانو د نظر سپکاوى دى، د دوو مدرسو سره درې کونجيان دي چې په زوره غږېږي.

ده ووئيل چې كومو كسانو چې زنانه قاضي ته ګواښونه كول د درې واړو ججانو ملاتړي او وياندان شول، كومو كسانو چې د جسټس قاضي فائز عيسيٰ په ضد جعلي ريفرنس دائر كړے د عدليې په اړه دې په خبرو شرم وكړي۔

رانا ثناءالله زياته کړه چې د عمران شريره ډله تل د آئين، انصاف او خلکو په ضد ولاړه ده، څوک چې جج ته بدسلوکي او ګواښونه کوي هغه د عدالتي بې شرمۍ ښکار دي.

Leave a reply