د ائيرپورټ سيکورټي فورس (اے ايس ايف) اهلکارو د پيښور ائيرپورټ باندي کاروائي دوران د جده نه د يو مسافر نه دوه کلو نه زيات آئس هيروئن برآمد کړي دي

0
132

باغي ټی وی رپورټ

د ائيرپورټ سيکورټي فورس (اے ايس ايف) اهلکارو د پيښور ائيرپورټ باندي کاروائي دوران د جده نه د يو مسافر نه دوه کلو نه زيات آئس هيروئن برآمد کړي دي

د اے اېس اېف وياند ترمخه مسافر حيات الله د پيښور انټرنېشنل ائيرپورټ نه جدې ته الوتنې لپاره راروان وو چې د سامان سکین کولو په وخت د اے اېس اېف عملې په کڅوړه کښې هيروين وپېژندل.

دغه نشه يي توکي په هوښيارۍ سره په کڅوړه کې پټ شوي وو، خو د ASF منسوبينو د کڅوړې د تلاشۍ پر مهال 1.896 کيلوګرامه آيس هيروين په ترلاسه کولو سره د قاچاق هڅه شنډه کړه.

د ASF د ویاند په خبره، تورن له لومړنیو څېړنو وروسته له نیول شویو نشه‎يي توکو سره د نورو قانوني کړنو په موخه د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ته سپارل شوی دی.

Leave a reply