پاكستان له اسراييلو سره كومې سفارتي او تجارتي اړيكې نه لري، د پاكستان د اسراييلو په پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دې راغلې: د پاکستان خارجه دفتر

0
189

باغی ټي وي رپورټ
د خارجه دفتر د وياند د اسرائيل سره د تجارتي تعلقاتو په خبرونو غبرګون مخې ته راغلے دے.

د خارجه دفتر وياند په يو بيان كښې وئيلي دي چې پاكستان له اسراييلو سره كومې سفارتي او تجارتي اړيكې نه لري، د پاكستان د اسراييلو په اړه پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دې راغلې۔
بل لوري ته دسوداګرۍ وزارت وياند وئيلي دي چې دپاکستان اؤ اسرائيلو ترمينځ دتجارت دپيل کيدو افواه يواځې پروپاگنډه ده.

وياند ووئيل چې د امريكې د يهودانو د كانګرس مطبوعاتي بيان په غلطه توګه منسوب كړے شوے دے۔

د سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي دي چې له اسراییلو سره د سوداګریزو اړیکو د پیلولو اراده نه لري.

Leave a reply