د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چي د چيف جسټس پشمول د دريو ججانو په ضد د ريفرنس دائرولو فيصله کيدے شي

0
87

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چي د چيف جسټس پشمول د دريو ججانو په ضد د ريفرنس دائرولو فيصله کيدے شي۔

يو بهرني خبري اژانس ته په يوه مرکه کې رانا ثناءالله وويل چې د چيف جسټس په ګډون د دريو ججانو په ضد د ريفرنس دائرولو مسله تر غور لاندې ده.
ده ووئيل دريو ججانو د مسلم ليګ (ن) په ضد پريكړې كولو كښې اوږده ريكارډ لري، په دې پوهيږي چې دا د آئين د بيا ليكلو برابر دے او دا فيصله د 63 اے سره تعلق لري چې په پنجاب كښې د مسلم ليګ (ن) حكومت ختم كړې شو۔

دکورنيو چارو وزير وويل اوس هم داسې محسوسيږي چې درې واړه قاضيان په هر قيمت دا فيصله پخپله کوي.ده ووئيل چې يو نهه كسيزه بنچ جوړ شو، بيا 7 ته كم كړے شو، بيا 5 ته كم كړے شو، بيا څلور كسيزه او اوس درې كسيزه بنچ جوړ شو، درې ججانو د فېل عدالت درخواست رد كړے۔ هم یې له منلو ډډه وکړه، موږ د خپل اعتراض د ثبتولو کومه لاره نه لرو.

ياده دي وي چي د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشري کښي دري کسيزه بينچ سپريم کورټ کښي د پنجاب او خيبرپښتونخوا د انتخاباتو د نيټې په اړه د ازخود نوټيفيکيشن اوريدنه کوي۔

دې نه علاوه په بنچ کې جسټس اعجازالاحسن او جسټس منیب اختر شامل دي.

Leave a reply