د بلوچستان په کیچ ضلع کښې د پاکستان او ایران په پوله د ترهګرو په حمله کښې څلور امنیتی ځواک اهلکار وژل شوی دی

باغی ټي وي ربورټ
د بلوچستان په کیچ ضلع کښې د پاکستان او ایران په پوله د ترهګرو په حمله کښې څلور امنیتی ځواک اهلکار وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې ISPR په وینا، د پاکستان د امنیتي ځواکونو پرسونل د معمول په ګزمه بوخت وو چې د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه د کیچ ولسوالۍ په جلګې سېکټر کې ترهګرو برید وکړ چې په ترڅ کې یې څلور امنیتي سرتیري ووژل شول.د آئي ايس پي آر ترمخه په شهيدانو کښې نائيک شېر احمد، لانس نائيک محمد اصغر، سپاهۍ محمد عرفان او سپاهي عبدالرشيد شامل دي۔
د عامه اړیکو د څانګې په وینا، د ترهګرو پر وړاندې د اغیزمنو اقداماتو لپاره له اړوندو ایراني چارواکو سره تماس نیول کیږي.






