دوزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې دحکومتي اتحادي ګوندونو مهمه غونډه به نن په لاهور ماډل ټاون کې کيږي

0
98

باغي ټي وی رپورټ

لاهور: دوزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې دحکومتي اتحادي ګوندونو مهمه غونډه به نن په لاهور ماډل ټاون کې کيږي.

په دې غونډه کې به د حکومت د ائتلافي ګوندونو ځينې غړي هم په انلاين ډول ګډون کوي، چې په دې غونډه کې به پر اوسنيو سياسي حالاتو او د لانجو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وشي.

سرچينې وايي چې د (ن) ليګ او د هغې د متحدينو په غونډه کې به مهمې سياسي پرېکړې کېږي، چې په ترڅ کې به يې په سترې محکمې کې د روانو قضيو او د حکومت د بشپړې محکمې د غوښتنې په اړه د تګلارې پرېکړه کېږي.

دسرچينو له مخې دمسلم ليګ (ن) مشر نوازشريف به په دغه غونډه کې د ويډيو لينک له لارې ګډون کوي.

Leave a reply