د پاکستان تحريک انصاف سينئر مشر فواد چوهدري د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب خلاف د توهين عدالت درخواست جمع کولو اعلان کړې دې

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف سينئر مشر فواد چوهدري د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب خلاف د توهين عدالت درخواست جمع کولو اعلان کړې دې
تيره ورځ ميډيا سره خبرو کې فواد چوهدري وئيلي وؤ چې پاکستان کې چې کوم انارشي روانه ده حکمرانان نه پوهيږي چې ددغه بحران څخه څنګه راووځي.
ده ووئيل د لاهور پوليس د ذي الحجې په مقدمه كښې زمونږ ملزم دي، د عدليې خلاف كمپائن هڅول كېږي، د هغو كسانو په ضد به د توهين عدالت درخواست دائروي چې د سپريم كورټ د امر نه سرغړونې خبرې كوي۔
فواد چوهدري وويل دعدليې په ملاتړ کې نورو گوندونو سره رابطه کولو لپاره يوه کميټي هم جوړه شوې ده.
د دې تر څنګ د ګوند د مرکزي کميټې تر غونډې وروسته د بريفنګ پر مهال فواد چوهدري پر نواز شريف نيوکې وکړې او ويې ويل چې نواز شريف د پاکستان عدليه ګواښي.
خو په ورته وخت کې نوموړي د مذاکراتو ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې تحريک انصاف له سياسي ګوندونو سره د خبرو اترو حق لري، خو تاله په دوو لاسونو وهل کېږي، که کوم جدي مذاکرات کېږي، موږ به پر مخ ځو.
فواد چوهدري وئيلي دي چې که مونږ په پاکستان کې حالات سمول غواړو نو د انتقامي کارروايۍ نه علاوه بايد سوچ وکړو، مونږ ته د نوازشريف په واپسۍ هيڅ اعتراض نشته.






