په کراچۍ کې د روژې په میاشت کې د غلا پېښې زیاتې شوې

0
186

باغي ټی وی رپورټ
په کراچۍ کې د روژې په میاشت کې د غلا پېښې زیاتې شوې

د کراچۍ په فيډرل بي ايريا بلاک 16 کې په موټر سائيکل سوار ملزمان دوه دوکانونه لوټلو وروستو تښتيدلي دي، يو ملزم د سلنډر دوکان لوټ کړی او بل په دغه مهال د ډينټر ورکشاپ لوټ کړی دی.

د لوټمارۍ ويډيو هم مخې ته راغلې ده چې پکې د ملزمانو مخونه په واضحه توګه ليدل کيدې شي ولي د دې باوجود ملزمان نه دي نيولې شوي۔

بل لوري ته په سرجاني ښارګوټي کې هم يو ځوان هغه مهال وژل شوى چې دغلته يې دغلو په وړاندې مقاومت کړى او دماري پور ټرک اډې ته څېرمه يې د غلو په مقابل کې يو تن ټپي کړى دى.

Leave a reply