په چمن، قلعه عبدالله او پشین ضلعو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي چې د ریختر په کچه 3.6 ثبت شوي دي

0
98

باغی ټی وی رپورټ
په چمن، قلعه عبدالله او پشین ضلعو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي چې د ریختر په کچه 3.6 ثبت شوي دي

د چمن په بلالزئي سيمه کې د زلزلې له امله د نړېدلو کور له ملبې څخه د درې ماشومانو مړي موندل شوي، په داسې حال کې چې د يوې ښځې په ګډون پنځه ماشومان هم د خاورو لاندې د ښخېدو له امله ټپيان شوي دي.

د بلوچستان د وزيراعلي وياند وايي، چې له زيانمنو شويو کورنيو سره به بېړنۍ مرستې وشي.

ياده دې وي چې د جمعې په شپه د زلزلې ټکانونه په چمن، قلعه عبدالله او پشين ولسواليو کې محسوس شوي، د زلزلې مرکز د کوټې شمال لوېديځ لور ته ٥٠ کيلومتره و.

زلزله ځپلو سيمو کې ليويز ځواک ته خبردارى ورکړى شوى چې پکې د بارانونو له امله د کورونو خرابېدو له وجې ښاريانو ته د احتياط کولو هدايات شوي دي.

Leave a reply