د کراچۍ په یوه شخصي کارخانه کې د ګڼې ګوڼې له امله د ۱۲ کسانو د وژل کېدو قضیه د پولیسو په سايټ اېس کې ثبت شوې ده

0
101

باغي ټی وی رپورټ
د کراچۍ په یوه شخصي کارخانه کې د ګڼې ګوڼې له امله د ۱۲ کسانو د وژل کېدو قضیه د پولیسو په سايټ اېس کې ثبت شوې ده.

د کراچۍ په سائيټ سيمه کې په يوه شخصي کارخانه کې د راشن او زکات د وېش پر مهال د ګډوډۍ له امله د نهو مېرمنو او درې ماشومانو په ګډون د ۱۲ کسانو د وژل کېدو پېښه په حکومتي شکايت کې ثبت شوې ده.

د پولیس وینا ده چې د کارخانې مالک او دوه منیجرانو په شمول د نهه کسانو خلاف مقدمه درج کړې شوې ده.

په مقدمه کې د بې احتیاطۍ او غفلت احکام شامل دي، د متن له مخې، د فابریکې مدیریت د زکات د ویش په اړه پولیس او د ولسوالۍ ادارې بې خبره ساتلې وه، د زکات د ویش پر مهال چوکیدار د کور مخې ته وړه دروازه خلاصه کړه. په دروازه کې ښځې او ماشومان ورننوتل، نو ټکان وخوړ.

په قضيه کې د نومول شويو تورنو کسانو له ډلې څخه ٨ تنه لا هم نيول شوي دي.

بل اړخ ته ضلعي انتظاميي د پيښي تحقيقاتي رپورټ تيار کړے دے۔

د رپورټ ترمخه د کارخانې انتظاميې د ضلعي انتظاميې نه اين او سي هم نه وو اخستې، د زکات تقسيم په وخت د کارخانې دننه ګڼه ګوڼه وه، د ګډوډۍ په مهال د کارخانې دروازه بنده شوې وه، په کارخانه کښې اوبه هم جمع شوې وې. .

اې ډي سي ون کیمري دغه رپورټ کمشنر کراچۍ ته لېږلی دی.

Leave a reply