د کراچۍ ښار قومي شاهراه ته څېرمه په يوه ترافيکي پېښه کې څلور کسان وژل شوي، دغه پېښه د يوه تيز رفتار وين او د ټېلر تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده

0
185

باغی ټی وی رپورټ
د کراچۍ ښار قومي شاهراه ته څېرمه په يوه ترافيکي پېښه کې څلور کسان وژل شوي، دغه پېښه د يوه تيز رفتار وين او د ټېلر تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې

په نېشنل هائي لنک روډ باندې د تیز رفتار وین د مخالف لوري نه راروان ټرالر سره وجنګیدو چې په نتیجه کښې وان په مکمله توګه تباه شو چې په نتیجه کښې دوه کسان په موقع مړه او څلور ژوبل شول. .

د پيښي اطلاع سره سم پوليس او امدادي کارکونکي سيمي ته رسيدلي او مړي او ژوبل کسان ئي جناح هسپتال ته منتقل کړي دي۔

د راپورونو له مخې، په جناح روغتون کې د درملنې پر مهال دوه نور کسان مړه شوي، چې له دې وروسته په پېښه کې د مړو شمېر څلور ته ورسېد او دوه ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د وژل شویو کسانو هویت الله دینو، شاهد، حنا او فاروق نومیږي.

Leave a reply