افغانستان ته د متحده عربي اماراتو نیږدې ۳۹ ټنه د درملو سربیره، د خوراکي او البسه توکو جوپه راورسیده.

0
93

افغانستان ته د متحده عربي اماراتو نیږدې ۳۹ ټنه د درملو سربیره، د خوراکي او البسه توکو جوپه راورسیده.

31 مارچ جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د متحده عربي اماراتو له لوري د بشري مرستو 38.5 ټنه جوپه چې خوراکي توکي، البسه او ادویه پکې شامل وو، کابل ته را ورسېده.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ځانګړی سکرتر مولوي عبدالله عزام وايي، را رسېدلې مرستې به اړوندو وزارتونو او ادارو ته تسلیم شي څو یې په شفاف ډول پر اړمنو او اغېزمنو هېوادوالو ووېشي.

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له بېوزله افغانانو سره د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هرکلی کوي او دا ډول چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او پياوړي کېدو لامل بولي.

اړوند موضوعات

قطر له افغانستان سره د ۲ روغتونونو د تمویل په موخه ۱۷ میلیونه ډالرمرسته کوي

 

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال پر نړیوالو غږ وکړ چې پر افغانانو د بندیزونو او فشارونو پر ځای له هغوی سره د دوه اړخیزو اړیکو او تعامل لار غوره کړي.

Leave a reply