د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د سوشل میډیا فوکل پرسن اظهر مشوانی کور ته رسیدلی دی
باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د سوشل میډیا فوکل پرسن اظهر مشوانی کور ته رسیدلی دی
اظهر مشواني په یوه ټویټ کې ویلي چې الحمدالله په خوندي توګه کور ته راستون شوی یم، دعا کوم چې زموږ نور بندیان شوي مزدوران هم ژر له خپلو کورنیو سره روژه ماته کړي.
ياده دې وي چې د مارچ په ۲۳ مه د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په يو ټويټ کښې دعوه کړې وه چې د هغه د سوشل ميډيا فوکل پرسن اظهر مشواني نن ماسپښين له لاهور نه تښتول شوی دی.
په خپل ټويټ کې عمران خان ويلي، چې دا نه ده معلومه، چې اظهر مشواني چېرته ساتل کېږي، د پنجاب پوليس د پي ټي ايي په نښه کولو لپاره ټول قوانين ماتوي، پوليس افسران د پي ټي ايي په ضد په تشدد او تښتونو کې لاس لري.
تيره ورځ د لاهور هائي کورټ کښې د اظهر مشواني د بازيابۍ لپاره درخواست هم جمع کړے شوے وو۔
د اظهر مشواني ورور مظهر الحسن هائي کورټ کښې درخواست جمع کړے وو چې پکښې د اظهر مشواني د برآمد کولو او عدالت ته وړاندې کولو غوښتنه شوې وه۔