په ټول هېواد کې نن د سرو زرو په بيه کې يو ځل بيا زياتوالى راغلى دى
باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ: په ټول هېواد کې نن د سرو زرو په بيه کې يو ځل بيا زياتوالى راغلى دى.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه نن د یو تول سرو زرو په بیه کښې په نرخ کښې څلور روپۍ زیاتوالی راغلی دی.
د لس ګرام سرو زرو بيه هم د ٦٠١ روپو په زياتوالي سره يو لک ٧٨ زره ٩٢٧ روپو ته رسيدلې ده.
په نړيوال بازار کې د يوانس سرو زرو بيه له لسو ډالرو څخه ١٩٨١ ډالرو ته لوړه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د يو تولو سرو زرو په بيه کې سل افغانۍ زياتوالى راغلى و.