افغانستان کښې د جنګ په وجه ډیره تباهي شوې: عمران خان

0
102

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم د برطانیه آن لاین خبري ادارې سره په مرکه کښې ویلي دي چې افغانستان او د افغانستان اولس د جنګونو په وجه دی ډیر بد متاثر شوې دې.

وزیراعظم خان زیاته کړې چې افغانستان د نړې ځان له نه پریږدي ځکه افغان اولس د بهرنی او په هیواد کښې د ننه جهګړو له وجهې ډیر برباد شوې او بد اغیزمن شوې دې.
عمران خان زیاته کړې چې د افغانستان اسلامی امارت ورله باور ورکړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ضد د استعمالولو اجازت ورنکړو.
یاده دې وی چې د پاکستان حکومت د اول نه دا دریځ دې چې په افغانستان کښې جنګ ډیره تباهي کړي او ددې هیواد اولس سره دې بشري مرستې وشي چې دلته د یوبل انسانی بحران مخه ونیول شي.

Leave a reply