د پي ټي ائي مشر سينيټر علي ظفر وئيلي دي چې د پارليمان لخوا د منظور شوي بل په نتيجه کې د نواز شريف دوسيه نه شي پرانستل کيدې

باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: د پي ټي ائي مشر سينيټر علي ظفر وئيلي دي چې د پارليمان لخوا د منظور شوي بل په نتيجه کې د نواز شريف دوسيه نه شي پرانستل کيدې.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک سره په خبرو کې د پاکستان بار کونسل وائس چيئرمېن هارون الرشيد د علي ظفر سره اختلاف وکړو او ويې ويل چې نوازشريف د الوتکې د تښتولو په مقدمه کې نااهل اعلان شوی وو خو سپريم کورټ وروسته سزا لغوه کړه.
سينيټر مصدق ملک وويل عدالت دا دى چې کومه غلطه شوې ده اصلاح کول دي.
بل خوا د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د جسټس قاضي فائز عيسٰي په ازخود نوټس کېس فيصله د خبريالانو د بدنامۍ په توګه بللې او ويلي يې دي چې داسې کومه پرېکړه نه ده شوې.
بيرسټر علي ظفر د فواد چوهدري سره اختلاف وکړو او ويې ويل چې په دې کې هيڅ شرارت نشته، دا د عدالت فيصله ده لکه د کوم بل بينچ فيصله چې پرې بحث وکړي يا نيوکې وکړي.





