د پاکستان بار کونسل وائس چيئرمېن هارون الرشيد څرګنده کړې ده چې د جسټس قاضي فائز حکم د مارچ په 15مه نېټه صادر شوی وو کوم چې اوس مخې ته راغلی دی

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان بار کونسل وائس چيئرمېن هارون الرشيد څرګنده کړې ده چې د جسټس قاضي فائز حکم د مارچ په 15مه نېټه صادر شوی وو کوم چې اوس مخې ته راغلی دی.
هارون السيد د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کې د خبرو پر مهال وويل چې د جسټس قاضي فائز عيسى دغه حکم له پامه غورځول شوی دی.
هغه څرګنده کړه چې د سترې محکمې د لوړ رتبه قاضي حکم د مارچ په 15 نیټه صادر شوی و چې اوس راغلی دی.
په دې موقع بيرسټر علي ظفر وويل لوئر بينچ دري کسيزه بينچ ختم کولى شي، لوئر بينچ د اقليتي بينچ فيصله معطل کولى شي خو د دري کسيزه بينچ فيصله د سپريم کورټ داخلي معامله ده. دا به حل کړي.






