امریکا د ډیموکراسۍ په سرمشریزه کې د پاکستان په نه ګډون د افسوس څرګندونه کړې ده

0
156

باغی ټی وی رپورټ
امریکا د ډیموکراسۍ په سرمشریزه کې د پاکستان په نه ګډون د افسوس څرګندونه کړې ده.

دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند ويدانت پټېل ​​يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي دي چې پاکستان سره ژوره امنيتي ملگرتيا لري اؤ هغوي دډيموکراسۍ، بشري حقونو، دبيان د ازادۍ اؤ مذهب په اړه خبرې کوي.

هغه وويل چې پاکستان د سرمشريزې په اړه د پرېکړو واک لري، د ډيموکراسۍ په سرمشريزه کې د پاکستان په نه ګډون افسوس دى، خو له پاکستان سره به کار ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، امریکا او پاکستان په ډېرو مسایلو په ګډه کار کوي.

بايد يادونه وشي چې د ډيموکراسۍ غونډه د مارچ له ٢٩مې نېټې څخه تر ٣٠مې نېټې پورې دوام لري.

Leave a reply