د پاکستان تحریک انصاف د سترې محکمې د عمل او طرزالعمل بل سره مخالفت اعلان کړ
باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان تحریک انصاف د سترې محکمې د عمل او طرزالعمل بل سره مخالفت اعلان کړ.
سېنېټ کښې د پي ټي آئي د پارلېماني پارټۍ غونډه شوې چې پکښې د سپريم کورټ پريکټس او پروسيجر بل مخالفت کولو فيصله شوې ده۔
سناتور فېصل جاوېد ووئيل سپريم کورټ به سېنېټ كښې د پریکٹس او پروسيجر بل مخالفت كوي٬ زمونږ غوښتنه دا ده چې بل دې كمېټۍ ته ولېږل شي۔
د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پي ټي آئي سېنېټر علي ظفر او د اپوزيشن ليډر شهزاد وسيم په بل د بحث كولو هڅه وكړه خو د سېنېټ چيئرمېن د خبرو نه منع كړل۔
د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې تر دې دمه د پوښتنو دمې پوره كولو اجازه وركړئ، تر څو چې تاسو په بل بحث ونه كړئ زه به په بل غور نه كوم۔