د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې ملک کښې د انفلائيشن زيات شوې دې
باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې ملک کښې د انفلائيشن زيات شوې دې
د سېنېټ غونډې ته په وينا كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل هېواد كښې انفلائيشن ډېر زيات دے، مونږ په پرله پسې توګه نړيوالې پېسې وركوو، خو د هېواد د زرمبادله ذخائر ښه شوي، د تېرو پنځو هفتو راهسې د زرمبادله ذخائر ښه شوي دي، د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان زیرمې ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسېدې، هڅه دا ده چې تر جون میاشتې پورې دغه زېرمې ۱۳ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
هغه وويل، چې له چين څخه دوه ميليارده ډالره بېرته راستانه شوي او د پيسو له نړيوال صندوق سره تخنيکي خبرې اترې بشپړې شوې دي، نور به هم راشي.
اسحاق ډار وويل د پاکستان اقتصاد په ٢٠١٧م کې په ٢٤م نمبر ؤ اؤ په ٢٠١٢م کې په ٤٧م نمبر شو، په پينځوؤ کالو کې څه شوي دي چې معيشت دومره ټيټ شوى دى، مونږ د نا اهلۍ او غلطو پاليسيو له امله دلته راغلي يو، د پخواني حکومت هغه معاملې چې مونږ د هغې لپاره کړې وې هغه يې په خپله بدله کړو. دروند قیمت یې پرې ایښی، اقتصاد یې وران کړ، اوس د اقتصاد سیاسي کول بند کړئ او د اقتصادي لارې نقشه جوړه کړئ.
د خزانې وزير زياته کړه چې ايوان سټيټ بينک کې تعديلات کړي، سټيټ بينک په يو رياست کې دننه رياست ګرځول شوى، د خزانې وزارت په مکمله توګه له هغې څخه جلا شوى، مانيټري پاليسۍ په مکمله توګه خپلواکه ده، د خپلې خوښې نرخونه مقرروي. .
ده ووئيل د لګښتونو كمولو لپاره بايد سرشمېرنه ډيجيټل شي، د انتخاباتو مقدمه په سپريم كورټ كښې ده، ډيجيټل سرشمېرنه هم تر بحث لاندې ده، حكومت به د هر چا اندېښنو ته ګورو۔