د لاهور سترې محکمې د پاکستان د جزا قانون ۱۲۴A برخه د غدارۍ په تور لغوه کړه

0
155

باغي ټي وي رپورټ
د لاهور سترې محکمې د پاکستان د جزا قانون ۱۲۴A برخه د غدارۍ په تور لغوه کړه.

د لاهور هائي کورټ د هغو کسانو په ضد د غدارۍ د مقدمې درج کولو په مسله چې د حکومت خلاف خبرې کولې، د پاکستان د تعزیراتو د قانون د 124A سیکشن منسوخ او باطل اعلان کړ.

جسټس شاهد کريم د سليمان ابو زر نيازي او نورو درخواستونو په اړه محفوظ فيصله محفوظ کړې ده۔

د درخواست کوونکي وکيل وويل چې د سيډيشن ايکټ په 1860م کې جوړ شوى چې د انګريزانو د دورې نښه ده، د غدارۍ قانون د غلامانو لپاره کارول کېده، که څوک ورته ووايي هم مقدمه درج کېږي.

درخواست کښې دريځ خپل کړے شوے چې د پاکستان آئين هر وګړې ته د بيان د ازادۍ حق ورکوي ولې بيا هم د حکمرانانو په ضد په خبرو کولو باندې 124 اے آرټيکل لګولې شوې دې۔

درخواست کوونکي سليمان ابو زر وويل چې د بغاوت قانون اوس هم د سياسي مقاصدو لپاره کارول کيږي، د حکومت په ضد بيانونو باندې د بغاوت 124A برخه لګول د بيان د ازادۍ خلاف کار دى.

Leave a reply