د بلوچستان په بیلا بیلو ښارونو کې د سختو بارانونو لړۍ روانه ده، په داسې حال کې چې طوفاني بارانونو یو ځل بیا د سیلابونو حالت رامنځ ته کړی دی

0
256

باغي ټي وی رپورټ

د بلوچستان په بیلا بیلو ښارونو کې د سختو بارانونو لړۍ روانه ده، په داسې حال کې چې طوفاني بارانونو یو ځل بیا د سیلابونو حالت رامنځ ته کړی دی.

په کوهلو کې د 9 ساعتونو پرله پسې باران نه پس د نیسوبا ډیم د سپل وے څخه اوبه په لیکه شوې او سیندونو کې سیلاب راغلی او په ښار کې د بریښنا رسول هم معطل شوی دی.

په بولان سیند کې هم سیلابي صورتحال دی، په داسې حال کې چې موقتي پنجره پل هم ړنګ شوی، د سند او بلوچستان سره نښلوونکې نېشنل هائی وے، یارو کاز وے او پنجره پل هم بند او د ټرافیک معطل دی.
د دې نه علاوه د کوټې چمن لويې لارې د کوجک ټاپ په مختلفو ځايونو د سيلابونو له وجې ټريفک متاثره شوې دې، د دې صورتحال له وجې په مختلفو حادثاتو کښې يو تن مړ او شپږ کسان ژوبل شوي دي۔

بل اړخ ته په چمن، کلات، سبي، ژوب، لورالائي، قلعه عبدالله، زیارت، قلعه سیف الله، مسلم باغ، کان مهترزئي، خانزوئي، ټوبه اڅکزۍ، ټوبه کاکړي، هرنائي، ډاکي، شیراني، کوهلو او بارکان کښې د باران لړۍ روانه ده. .

په جبل سلیمان کې د سخت باران له امله په سیندونو او نهرونو کې سیلابونه

د کوه سليمان غره په لړ کې د طوفاني بارانونو له وجې سيندونه راوتلي، د سل نه زيات کورونه يې زيانمن کړي او د چت غورځيدو له امله پنځه کسان ژوبل شوي دي.

د دې نه علاوه قلعه عبدالله کښې سیند کښې ډوبیدو له وجې یو کس مړ شوې دې، د هرنائی او کوئټې تر مینځ ځمکنۍ رابطه هم معطل شوې ده، شمال ختیځ او لویدیځ بلوچستان اوس هم د غربي نظام تر اغیزې لاندې دي.

د ليويز زرائعو وينا ده چي چمن کښي روغاني سيمه کښي د چت راپريوتو له وجي دوه کسان ژوبل شوي او د قلعه عبدالله قنديل سيند کښي يو کس ډوب شوي دي۔

Leave a reply