د پارليمنټ پبلک اکاونټس كمېټۍ وزيراعظم ته سپارښتنه كړې چې د 16 نه تر 22 ګريډ پورې افسرانو ته دې د وړيا برېښنا بندول ختم كړې شي۔

باغی ټی وی رپورټ
د پارليمنټ پبلک اکاونټس كمېټۍ وزيراعظم ته سپارښتنه كړې چې د 16 نه تر 22 ګريډ پورې افسرانو ته دې د وړيا برېښنا بندول ختم كړې شي
کميټۍ د پاور ډويژن پرمختيائي خرچو لپاره ورکړے شوې گرانټ نه د 1.48 کروړه روپو په ختميدو هم انديښنه څرګنده کړه۔
د پارليمان د پبلک اکاونټس کميټۍ غونډه د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ کښې وشوه چې پکښې د کال 2021-22 لپاره د انرجي وزارت په اړه د آډټ اعتراضونو جاج واخستل شو۔
په غونډه كښې دا خبره په ډاګه شوه چې د پاور ډويژن پرمختيائي لګښتونو لپاره وركړې شوې گرانټ كښې يو ارب 48 كروړه روپۍ ختمې كړې شوې دي په كومه چې كمېټۍ د خواشينۍ څرګندونه وكړه او د چارواكو په ځواب يې نارضايتي هم څرګنده كړه۔
کمېټۍ د گرانټ ورکېدو د مسئلې په شمول د نورو آډټ اعتراضونو د څېړلو هدايات ورکړ او د انرجي وزارت ته يې د رياستي اکاؤنټس کميټۍ د بيا غونډې کولو هدايات هم ورکړه.
د کميټۍ چيئرمېن نور عالم خان اوويل چې مونږ ته د مفت بجلي يونټ ختمولو ګواښونه شوي وو ولې د کميټۍ هداياتو جواب نه دې ترلاسه شوې ولې د پاور ډويژن نقصانات څومره دي؟ په دې اړه سيکرټري پاور ډويژن په ځواب کې وويل چې سږ کال به د 590 اربه پورې خساره وي.
د پاور ډويژن چارواکو کمېټۍ ته اوويل چې افسرانو ته په کال کښې د نهه اربه روپو مفت بجلي ورکول کيږي۔
نور عالم خان اوویل چې ایم این ایز او پارلېمان نه مفت بجلي او نه مفت ګیس نه لګوي.






