د سېنېټ غونډه به نن سهار 10:30 بجې كېږي چې د هغې ايجنډا به تيره ورځ جاري كړې شوې

0
92

باغي ټي وی رپورټ

اسلام آباد: د سېنېټ غونډه به نن سهار 10:30 بجې كېږي چې د هغې ايجنډا به تيره ورځ جاري كړې شوې۔

د اېجنډا له مخې به د سېنېټ په غونډه كښې د سپريم كورټ پریکٹس او پروسيجرز بل وړاندې كولې شي۔

د سېنېټ په غونډه كښې به د وکيلانو د فلاح او تحفظ بل هم وړاندې كولې شي او د پاكستان مېري ټائم زون بل به هم وړاندې كولې شي۔

دې نه علاوه به د پير روښان انسټیټیوټ فار پروګریسیو سائنس اینڈ ټیکنالوجی میرانشاه بل سېنېټ کښې وړاندې کولې شی، د انټرا بورډ کوآرډینیشن کمېشن بل به سېنېټ کښې وړاندې کولې شی.

د دې نه علاوه به د سېنېټ په غونډه كښې د نېشنل يونيورسټۍ آف پاكستان بل هم وړاندې كولې شي۔ پرون ملي شورا د سترې محکمې د طرزالعمل او طرزالعمل لايحه تصويب کړه، د دې قانون له مخې د سترې محکمې د اتوماتيک نوټس واک محدود دى، د رايو په اکثريت پرېکړه به ومنل شي.

د بل له مخې، د اساسي قانون د تفسیر کیسونو اوریدلو لپاره به د 5 ججانو څخه کم نه وي.

Leave a reply