وزيراعظم شهبازشريف ددوه ارزانه ايټمي پاور پلانټ نه استعمالولو باندي خپله غصه څرګنده کړي ده

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف ددوه ارزانه ايټمي پاور پلانټ نه استعمالولو باندي خپله غصه څرګنده کړي ده۔
دسرچينو ترمخه وزيراعظم د پاور ډويژن سيکرټري ته هدايات کړي دي چې د خنډونو لرې کولو لپاره دې اړونده چارواکو سره ملاقات وکړي.
سرچینې وايي چې د ملي ټرانسمیشن او ډیسپیچ شرکت (NTDC) او د مرکزي بریښنا پیرود اداره (CPPA) د K-2 او K-3 اټومي بریښنا پلانټونو سره دوه ګونی معیار لري.
وزيراعظم شهباز شريف د فرورۍ په دويمه نيټه د دريو اتومي پاور پلانټونو پرانسته وکړه ولي د اتومي پاور پلانټونو د ټرانسميشن لائن کار لا نه دے مکمل کړے شوے
دسرچينو ترمخه د K-2 او K-3 څخه د برېښنا د توليد لپاره د تېلو قيمت صرف 1.6 روپۍ في يونټ دی.
سرچينې وائي چې سي پي پي اي پلانټس څخه د٢٣ؤ روپو دتيلو په قيمت دبريښنا اخستل لمړي ترجيح ګرځول شوې ده، په داسې حال کې چې په ارزانه اتومي توان د 500 kV پورټ قاسم نه تر مٹیاري ټرانسميشن لاين ځنډول شوى دى.
دسرچينو ترمخه K-2 او K-3 پاور پلانټونه د چين په مرسته د 1400 اربه روپو په لګښت بشپړ شوي دي.






