د اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید خپل مشر زوی شیخ خالد بن محمد زاید د نویو ګمارنو په اړه د فرمان په صادرولو سره د ابوظبۍ د ولیعهد په توګه ټاکلی دی

0
287

باغي ټي وي رپورټ
د اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید خپل مشر زوی شیخ خالد بن محمد زاید د نویو ګمارنو په اړه د فرمان په صادرولو سره د ابوظبۍ د ولیعهد په توګه ټاکلی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید خپل ورور شیخ منصور بن زاید آل نهیان د متحده عربي اماراتو د مرستیال ولسمشر په توګه ټاکلی دی.

رپوټونو کې ویل شوي چې شیخ محمد بن راشد به هم د اماراتو د مرستیال ولسمشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د دې ترڅنګ د اماراتو ولسمشر خپل وروڼه شیخ طحنون بن زاید او شیخ حوزه بن زاید د ابوظبۍ د مرستیالانو په توګه نومولي دي.

Leave a reply