د خېبرپښتونخوا لکی مروت ضلعې تھانې صدر سره نزدې بمي چاؤدنه کې د ډي ايس پي اقبال مهمند پشمول څلور اهلکار شهيدان شوي دي

0
94

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا لکی مروت ضلعې تھانې صدر سره نزدې بمي چاؤدنه کې د ډي ايس پي اقبال مهمند پشمول څلور اهلکار شهيدان شوي دي.

دپوليسو ترمخه ډي ايس پي دصدر پوليس سټيشن دترهه گرۍ په اطلاع ترلاسه کولو موقعې ته تللى ؤ چې دپير واله موري سره نزدې دډي ايس پي په گاډي دچاوديدونکو موادو څخه ډک چاؤدنه وشوه.

دچاودنې له امله دډي ايس پي اقبال مهمند په ګډون ٤ اهلکار شهيدان او شپږ ژوبل شوي دي.

دپوليسو وياند ترمخه په وژل شوؤ کې کرامت، وقار، علي مرجان شامل دي، په ژوبلو کې هيډ کانسټيبل فاروق، کانسټيبل گلتيز، اصغر، امان الله، عارف، سردارعلي شامل دي.

پوليس وايي، چې تروريستانو څه موده مخکې د سدرې پر پوليسو بريد کړى و، چې له پوليسو سره د ډزو له تبادلې وروسته ترهګر په تېښته بريالي شول.

دپوليسو د وياند په وينا سيمې ته دپوليسو گڼ شمير ځواکونه رسيدلي اؤ دپلټنو عمليات روان دي.

Leave a reply