د افغان دولت کابینې ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د هیواد د لویو لارو په هر سل کیلو مترۍ کې لوی جوماتونه جوړ کړي.

0
99

د افغان دولت کابینې ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د هیواد د لویو لارو په هر سل کیلو مترۍ کې لوی جوماتونه جوړ کړي.

29 مارچ چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو عمومي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت د کابینې ۲۹مه غونډه تیره ورځ د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د کابینې ۲۹مه غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د لویو لارو په اوږدو کې د خپل پلان له مخې په هرو سلو کیلومترو کې یو باب مسجد چې د نارینه او ښځینه‌و لپاره بېل ځایونه او ټول ملحقات ولري، جوړ او ساتنه يې وکړي.

 

همدا راز کابینې پریکړه وکړه چې د دې تر څنگ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون دې د لویو لارو پر سر د تیلو د ټانکونو مالکان له خپلو ټانکونو سره جوماتونو جوړولو ته وهڅوي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د کابینې ۱۹مه غونډه کې ویلي چې ټولو ادارو کې به له کورنيو تولیداتو ګټه اخیستل کېږي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې همدا راز کابل ښار کې د نویو مسجدونو د جوړولو په موخه د ارشاد حج او اوقافو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې مناسب ځايونه مشخص او څېړنه دې د کابینې له ناستې سره شریکه کړي.

حماد

Leave a reply