ضیاالحق سرحدي د پیښور په حیات آباد سیمه کښې اولس ته ورپیښو ستونزو په اړه د اندیښنې څرګندونه کړې ده
باغي ټي وي رپورټ
د صنعتکارانو اتحادیی مشر او سماجي کارکن ضياء الحق سرحدي يو اخباري بيان کښې وئيلي دي چې د پيښور تر ټولو جديد سيمې حيات آباد سره د میرې مور په شان سلوک کيږي او د یو نیم لکو زیاتې د خلکو سیمه د ژوند بنیادي سهولتونو څخه بې برخې ده،دا سیمه ملکی اقتصاد له کروړونه روپې امدن ورکوی خو ددې سیمې اولس د یو شمیر ستونزو سره مخ دي .
ده ووئيل د حيات آباد د لا پرمختګ په ځائ دلته د خلقو راټولې شوې فنډ نورو سيمو ته منتقل كېږي٬ د پېښور په دې نوې آبادۍ حيات آباد كښې بار وړونکي ګاډي تیریږي چې له وجهې ی ډیرې بدې پیښې رامخې ته کیږي او
هره ورځ د ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل ګرځي، چې د انسانانو ژوند هم له خطر سره مخ کوي. هغه اوویل که څه هم د پيښور هایی کورټ د حیات آباد هستوګنو سیمو کښې د درندو ګاډو د داخلیدو نه منع کولو احکامات جاري کړي دي ولې پر دې عمل نه کیږي چې له وجې د حیات آباد اوسيدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
ضياء الحق سرحدي چې د پاک افغان د سوداګرو خونې کوآرډينيټر او ډائريکټر هم دے اوویل چي تيره ورځ د پيښور نوي ټاکل شوي کمشنر زبير خان وويل حکومت د هر قسمه ممکنه سهولتونو ورکولو کوشش کوي۔ ښاریانو ته اسانتیاوې: د افغان ټرانزیټ سوداګریز ټرالرونو لپاره به یوه جامع پالیسي جوړه شي او دا ګاړې به د تخته بیګ او متنو ترمینځ سرک باندې چلول کیږی چې د حیات آباد خلک له سختیو او ذهني کړاوونو وژغورل شي.